د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو ويلي چې د ا.ا له بيا واکمنېدو راهيسې تر دې مهاله يې ۱۵۰ بهرنيو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ورکړي دي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز د سوداګرۍ وزارت د وياند عبدالسلام اخندزاده له قوله ويلي چې ياد پانګه وال د امريکا، چين، بريټانيې، کاناډا، پولنډ، هالند، پاکستان، ايران، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د سيمې او نړۍ د نورو هېوادونو وګړي دي چې ځينو یې عملاً د پانګونې کارونه هم پيل کړي دي.
په ورته مهال پانګه وال بيا پر بانکي سکټور لګيدلي محدوديتونه، نړيوال بندیزونه، د برېښنا او خدمتونو کمښت د پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي او وايي چې د يادو عواملو له کبله یې چارې ټکنۍ شوې او له لویو زيانونو سره مخ شوي دي.