افغانستان کې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ټولټال په ۲۲۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي، چې د کوکنارو تولید ۳۷ سلنه لوړوالی ښيي.
د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په ګډه څېړنه کې ویلي، دغه کوکنار تر ډېره په سویلي ولایتونو کې کرل کېږي چې هلمند ولایت یې په سر کې ځای لري.
د دې څېړنې له مخې تېر کال په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، خو یوازې په هلمند کې پر ۱۱۵زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.
سروې وایي، افغانستان کې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کوکنارو تولید ۶ زره او ۳۰۰ ټنه ته رسېدلی دی.
په ټوله کې جنوب لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه چې هلمند، بادغيس، کندهار، ارزګان، فراه او نیمروز په کې راځي، د افغانستان د هغو سیمو ۸۳ سلنه تشکیلوي چې کوکنار ورباندې کرل کېږي.
د کوکنارو کښت ډېری د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کرل کېږي، چې ورنه نشهیي توکي جوړ او بیا یې بهر ته قاچاق کوي.