Home » افغانستان » په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د نړیوالو روغتیايي څانګو په همکارۍ نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړنی پړاو پیل کړی دی.

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پولیو د واکسینو دا پړاو به د روان کال د اپرېل له ۲۹مې نېټې څخه د مې تر ۲مې نېټې پورې په ټول هېواد کې پلی شي.

دا وزارت وايي، له دې کمپاین څخه یې موخه د پولیو د ویروس پر وړاندې تر پنځه کلنۍ کم عمره د ۱۰،۷۲ میلیونو څخه ډېرو ماشومانو ته د واکسین تطبیقول دي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کمپاین به د غور، ډایکنډي او بامیان په ولایتونو کې د سختو بارانونو او سړې هوا له امله په ځنډ سره پیل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...