د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په هېواد کې د جبري ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې بېوزلي او بېکاري، پر زدهکړه او ښوونه روزنه بندیزونه په تېرو دوو کلونو کې د دا ډول ودونو د ډېرېدو لامل شوي دي.
کارپوهان په دې باور دي چې جبري او له وخت مخکې ودونه په ټوله نړۍ کې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی. د دوی په وینا، بې سوادي او د کورنیو، قومي دودونو او د ښځو د بنسټیزو حقونو په اړه ناسم پوهاوی په ټولنه کې د جبري او کم عمره نجونو د ودولو شمېر زیاتوي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله فاطمه نعیمي وايي: “په کم عمر کې ودونه د ناسمو زیږونونو لامل کېږي او نجونې له رواني پلوه زیانمنوي. دا ډول ودونه د دې لامل ګرځي، چې کم عمره میندې ونه شي کولای خپل اولادونه په سمه توګه وروزي او په کاري چاپېریال کې د وروسته پاتې والي لامل هم کېږي.”
په همدې حال کې د ښځو د حقونو بله فعاله زرلښته فیضي وايي: “بې روزګاري او د پوهنتونونو د دروازو تړل په هېواد کې د جبري او د کم عمره نجونو د ودولو شمېر زیات کړی دی.” د هغې په وينا، بې سوادي او د کورنيو، دودونو او د ښځو د حقونو په اړه نه پوهېدل هم په ټولنه کې د جبري او په کم عمر کې د ودونو د زیاتېدو لامل شوي دي.
په ورته وخت کې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په هېواد کې د جبري ودونو د مخنیوي هڅې کوي.
هغه رویداد خبري آژانس ته ویلي: “د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی منع دی. کله چې ښځې له تاوتریخوالی سره مخ کیږی، امنیتی ځواکونه او قضایي ارګانونه د هغوی د دوسیو د څیړلو مسوولیت لري او له مجرمینو سره هم قانونی چلند کیږي.”
“اسلامي امارت د اجباري او په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره هڅې کړې او په دې برخه کې یې ځینې لاسته راوړنې هم لرلې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هر کال ۱۲ میلیونه نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې واده کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که د دغو ودونو مخه ونه نیول شي، په اتو کلونو کې به ۱۰ برابره زیاتوالی ومومي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه په نړۍ کې د دا ډول ودونو لوړه کچه لري.