Home » سیمه او نړی » په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې
رویداد خبري آژانس

په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۰ سلنه کمې شوې

د هندوستان د روغتیا وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د واکسین په وېش سره په هند کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د تېرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۹۰ سلنه کموالی ښيي.

دغه چارواکي وایي چې همدا اوس په شدت سره تر ۱۸ کلونو پورته کسانو ته د واکسین وېش روان دی او په ورځ کې اته میلیونه وګړو ته په وړیا توګه واکسین وېشل کېږي.

هندي چارواکي وایي دوی هڅه کوي د واکسین د وېش لړۍ نوره هم چټکه کړي.

هند یو له هغو هېوادونو و چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې وه او په ورځ کې تر ۴۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبتېدې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...