نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) د هند په پارلمان او ايالتي مقننه اسمبليو کې د ولسمشر د ټاکلو ټاکنې پيل شوې او د لومړي وزير نريندرا مودي په شمول د پارلمان د دواړو خونو او ايالتي اسمبليو غړو په يادو ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
په هند کې ولسمشر د خلکو له لوري په غير مستقيمه توګه د اليکټورل کاليج رايو له لارې ټاکل کېږي، چې د پارلمان د دواړو خونو غړي او د ايالتونو مقننه اسمبلۍ غړي د اليکټورل کاليج غړي دي.
د هند پارلمان ۷۷۶ رايې لري او د ټولو ايالتونو مقننه اسمبلۍ بيا ۴۰۳۳ رايو درلودونکې دي، چې د نوموړي هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټولو کارېدونکو رايو شمېر ۴۸۰۹ دی.
د هند لومړي وزير د رايې ورکولو پرمهال، يادې ټاکنې خورا مهمې وبللې او ډاډ يې ورکړل چې د ټاکنو رڼې پروسې له لارې ګټونکی نوماند به د هند اوسني ولسمشر رام نات کووين پر ځای د نوي منتخب ولسمشر په توګه ژر چارې پيل کړي.
په دې ټاکنو کې د هند ملي ډيموکراټيک اېتلاف نومان دروپادي مورمو او د اپوزېسيون ګډ نوماند ياشوانت سېنها د يو او بل پر وړاندې سيالي کوي.