د بلوچستان په هرنايي سيمه کې پاکستاني ځواکونو پر هغو لاريون کوونکو مخامخ ډزې کړي، چې په ياده سيمه کې د پاکستان د پوځ روانو عمليات خلاف د سولهييز اعتراض په موخه راوتلي وو.
پر دې سولهييز لاريون د پاکستاني ځواکونو د بريد په ترڅ کې، د عوامي ملي ګوند يو ځايي غړی خالق داد وژل شوی او ګڼ شمېر نور اعتراض کوونکي ټپيان شوي دي.

په خواله رسنيو کې د بريد ټپي شوو کسانو انځورونو او وېډيوګانې ښيي، چې په ټپيانو کې ځيني هغه ماشومان چې له اعتراض کوونکو لرې وو، هم ټپي شوي دي.
پر سولهييز لاريون د پاکستاني ځواکونو دا بريد د سويلي پښتونخوا، خيبر پښتونخوا، افغانستان او د پاکستان يو شمېر مطرحو سياسيونو له لوري په کلکه غندل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د دې بريد د غندنې ترڅنګ د پاکستان دولت استعماري بللی او زياته کړې يې ده، چې په دې دولت کې پښتانه د غلامانو په توګه ساتل کېږي.
نوموړي د اګسټ ۱۴مې ته په اشارې سره چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ده ويلي، چې د پاکستان رياست د پښتنو په سيمه کې د خپلواکۍ ورځۍ په دغسې تاوتريخوالي سره نمانځي.
لاريون کوونکو ادعا کوله چې په هرنايي د پاکستاني ځواکونو عمليات د قانون خلاف دي او د ترهګرۍ په پلمه ځايي خلک ځورول کېږي.