د نیپال پوخارا ښار ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره و، لوېدلې ده.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د نیپال د کتمندو پوسټ ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د سپرو کسانو له ډلې ۶۸ یې مسافر او ۴ یې د الوتکې عمله وه.
د نیپال صدر اعظم پوشپا کمال ویلي، الوتکه له پلازمېنې کتمندو نه پوخارا ښار ته روانه وه چې د پوخارا هوایي ډګر ته نږدې ولوېده.
لومړني معلومات ښيي، چې په دې پيښه ۴۰ تنه وژل شوي دي او د نورو کسانو په تړاو پلټنه پیل شوې ده.