Home » سیمه او نړی » په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا لومړني ماشوم مخکتنه
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا لومړني ماشوم مخکتنه

د پیکن مصنوعي ځیرکتیا په انستیتوت کې د ساینس‌پوهانو لخوا «تونګ تونګ» یانې (کوچنۍ نجلۍ) په مصنوعي ځیرکتیا کې د لومړي ماشوم په توګه پیژندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، تونګ تونګ کولی شي چې د ځان لپاره دندې مشخصې کړي په اتوماتیک ډول زده‌کړه وکړي او خپله شاوخوا وپلټي. 

د تونګ تونګ انجینرانو ادعا کړې چې دا مصنوعي ځیرکتیا حتا احساسات هم تجربه کولی شي لکه د خوښۍ او غم په حالت کې د خپل وجود د بڼې بدلول. 

دا د جنوري میاشتې په پای کې د پیکن د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللې تکنالوژي په نندارتون کې د مصنوعي ځیرکتیا لومړنی ماشوم بلل شوی دی.

د دې ځیرکتیا جوړوونکو ویلي چې «تونګ تونګ» ښايي د ۳ – ۴ کلن ماشوم هوښیارتیا او وړتیاوې ولري. 

ویل کېږي چې لیدونکي له «تونګ تونګ» سره خبرې کولای شي او هم دندې ورته ټاکلی شي، لکه د کوټې د پاکولو غوښتنه ترې کول او ورته نورې چارې.

د یادونې وړ ده چې د مصنوعي ځیرکتیا روبوټونه لکه جي پي جي چټ او ګوګل بارډ یوازې د انسانانو په غوښتنو عمل کوي او په خپلواکه توګه فعالیت نشي کولای.

خو د «تونګ تونګ» په اړه تر اوسه دا معلومات نشته چې هغه رښتیا په خپلواکه توګه عمل کوي، خو جوړوونکي یې ادعا کوي چې «تونګ تونګ» د بشري ارزښتونو په اړه پوهاوی لري او نوي فعالیتونه ترسره کولای شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...