د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې، په ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه د دغې ناروغۍ پېښې تر دوه نیم لکو اوښتې دي.
د یاد سازمان په وینا، په یوه شپه او ورځ کې په کمسارې توګه د کورونا وېروس کابو ۲۶۰ زره پېښې ثبت شوې، چې تر ټولو ډېرې په امریکا، برازیل، هند او سوېلي افریقا کې دي.
په یوه ورځ کې د مړینې کچه ۷۳۶۰ کسانو ته ختلې ده، چې دا د تېرې مې میاشتې له ۱۰ نېټې تر اوسه تر ټولو لوړه شمېره ده.
په جولای میاشت کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې ورځنۍ کچه ۴۸۰۰ وه او په تېره جون میاشت کې دا شمېره شاوخوا ۴۶۰۰ وه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د تېرې جمعې پر ورځ په ګرده نړۍ کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ میلیونو اوښتی و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې کابو ۶۰۰ زره کسان وژلي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له تازه پېښو ۷۱۴۸۴ یې امریکا، ۳۴۸۸۴ برازیل او ۱۳۳۷۳ سوېلي افریقا کې دي.
تېره جمعه هند درېیم هغه هېواد و چې تر امریکا او برازیل وروسته پکې تر یو میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي وو.
پوهان وايي، اټکل دی چې څو میاشتې وروسته به هند کې د کورونا وبا پېښې زښتې ډېرې شي.
په تېره پنجشنبه برازیل کې مثبتې پېښې تر دوو میلیونو اوښتې وې او په څه کمه یوه میاشت کې هره ورځ هلته ۴۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.
د شمال ختیځې اسپانیا کاتالونیا سیمه کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ډېرې شوې او پر خلکو تازه محدودیتونه لګول شوي دي.
د شمال ختیځې اسپانیا کاتالونیا سیمه کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ډېرې شوې او پر خلکو تازه محدودیتونه لګول شوي دي.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، په دې سیمه کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۲۲۶ کسان په کورونا وېروس اخته شوي.
تېره ورځ د بارسلونا ښار له ۴ میلیون اوسېدونکو وغوښتل شول چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پخپلو کورونو کې پاتې شي او له ډېرې شدیدې اړتیا پرته ونه وځي.
په دې ښار کې سینما، تیاتر او شپني کلبونه هم تړل شوي او په مراسمو کې تر لسو ډېر کسان نه شي راغونډېدلی.