Home » سیمه او نړی » په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان نه دي توانيدلي چې اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي. د روغتيا نړيوال سازمان زياته کړې، چې د يادو کسانو ترڅنګ په پرمختيايي هېوادونو کې ۲۱۴ ميليونه د زېږون عمر لرونکي ښځې، د زېږون د مخنيوي پر عصري لارو چارو نه پوهېږي.

د نوموړي سازمان د مالوماتو له مخې، له همدې کبله ده چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۲ ميليونه ناخوندي د ماشوم د سقط پيښې رامنځته کېږي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې وګړي يې په کافي توګه اړينو او باکيفيته روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د لاسرسي دغه محدوديت د دې سبب شوی، چې په دې هېواد کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه په لوړ حد کې پاتې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...