د ننګرهار ولایت چارواکي طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو د لېږدونکي نیول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د دوربابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د نعمان په نوم هغه کس ونیوه چې په فولډر موټر کې یې ۵ سوه فیره د پیکا او ۳ زره فیره د M4 مرمۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدولې.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، نعمان چې اصلاً د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی او دمګړۍ د څېړنو لاندې دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.