Home » فرهنګی او ټولنیز » په ننګرهار او لغمان کې د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل شوه
رویداد خبري آژانس

په ننګرهار او لغمان کې د زنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل شوه

په ننګرهار او لغمان کې نن شنبه د سپټمبر ۵ (وږي ۱۵) په دوو ولایتونو کې د زنګ په کړنګولو سره نوي تعلیمي کال پیل شوه

د ننګرهار ولایت د تودو سېمو د ښوونځیو نوی تعلیمي کال په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل، پوهنې ریس حسیب الله شینواري له لورې د زنګ په وهلو سره پېل شو.

دغه غونډه د جلال آباد ښار د بي بي حوا په لیسه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې له ننګرهار والي مننه وکړه چې د معارف چارو ته په خپل کاري مهال ویش کې لومړتیوب او د پروګرامونو ملاتړ وکړي.

همدارنګه د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په خپلو خبروکې وویل:” د افغانستان د خلاصون او پرمختګ یوازینۍ لار علم او معارف دی او که غواړو چې افغانستان له دې اوسنیو کړکیچونو راوباسو نو باید علم زده کړو.”

د بي بي حوا لېسې یوې زده کوونکې مروا د نورو زده کوونکو په استازولۍ د ننګرهار له والي څخه د امنیت راوستو او دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو او نجونو زده کوونکو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او زده کوونکو ته د کتابونو او نورو اسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي

همداراز لغمان ولایت کې هم د تودو سيمو د لېسې د دورې ښوونځېو نوي تعليمي کال د زنګ په ګرنګولو سره رسمآ پیل شو.د پرانېستو په مراسمو کې د پوهنې رییس عبدالله حميدي زده کوونکو ته يې د نوي تعليمي کال او هم يې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي ويلې، نوموړي همداراز وویل چې د تېر وبا ځپلي کال درسونه بايد جبران شي.

ورپسې د پوهنې رياست اړوند د ښاري حوزې د څارنې آمر مولوي عبدالمتین مبشر د ښوونځيو ترمنځ د علمي سياليو د پېل خبر ورکړ او په زده کوونکو يې ټنګار وکړ چې خپل چمتو والى ولري.

د یادولو وړ ده، چي په یاده دوره کې يوولسم او دولسم ټولګي او خصوصي ښوونځېو د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې شامل دي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویداد خبري اژانس

د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي

د راډیو له نړیوالې ورځې ...