Home » افغانستان » په میدان وردګو کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

په میدان وردګو کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي

تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶ تنه وسله وال هغه مهال وژل شوي  چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو پلان درلود د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.

 د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي:” د تندر قول اردو د څلورمې او پنځمې لوا ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه برید د پلان د عملي کیدو څخه مخنیوی کړی چې په پایله کې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم مرستیال د ۶ تنو طالبان  سره وژل شوی او یو میل دهشکه د طالبانو هم تخریب شوي.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...