Home » سیمه او نړی » په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو اړوند د سپینې ماڼۍ خبرداری

په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو اړوند د سپینې ماڼۍ خبرداری

سپینې ماڼۍ (چهارشنبې، د وږي ۲۸مه) په دوو وروستیو ورځو کې په لبنان کې د دوامدارو چادونو وروسته ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د زیاتوالي مخنیوی وکړي.

د راپورونو له مخې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي ویلي: “موږ تر اوسه نه غواړو د هېڅ کړکېچ شاهد واوسو موږ هېڅکله په دې باور نه یوو، چې د دې کړکېچونو حللاره دې د نظامي عملیاتو زیاتوالی وي.”

کربي زیاته کړې چې واشنګټن په دې باور دی، چې د کړکېچونو د مخنیوي، تر ټولو غوره لار په لبنان کې د ډیپلوماسي له لارې د نورو جنبشونو د جوړېدو مخنیوی دی.

د پیغام رسونې دستګاه، مخابره او هغه وسایل چې په لمر چارچېږي د چادونې له امله په تېرو دوو ورځو کې په لبنان کې لږ تر لږه ۳۲کسان وژل شوي او څه باندې درې زره نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پیل په اړه اندېښنې زیاتې شوې د اسراییلو یوې سرچینې د نوم له اخیستلو پرته ویلي، تل اویو د لازمو اقداماتو لپاره ډېری ځواکونه د لبنان پولې ته لېږلي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...