Home » سیمه او نړی » په مشروط ډول په اکټوبر کې د پاکستان د ټاکنو له ترسره کیدو سره د عمران خان

په مشروط ډول په اکټوبر کې د پاکستان د ټاکنو له ترسره کیدو سره د عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف مشر او د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، که له حکومت سره له اوسني اقتصادي او مالي بحرانه د وتو لاره وي نو دی تر اکتوبره ټاکنو ته انتظار کولای شي.

نوموړي د اپرېل پر څلورمه په لاهور کې له کوره پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۳۶ سلنې ته رسېدلې چې له کبله یې ګراني په بېساري توګه زیاته شوې ده او که اېسټیبلېشمنټ او حکومت له اقتصادي او مالي بحرانه د وتلو لاره لري، نو دی انتخاباتو ته انتظار کولای شي. “زه به درسره تر اکتوبره انتخاباتو ته انتظار وکړم، خو چې له تاسې سره نن پیسې نه شته نو په اکتوبر کې به یې له کومه کړئ؟”

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د هغه هېواد امنیتي ادارې لپاره استعمالېږي. پوځ د خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکمنۍ له لیرې کېدو راهیسې تر وخت مخکې د ټاکنو ترسره کولو لپاره لاریونونه او غونډې کړې دي.

مرکزي اېتلافي حکومت د نوموړي د وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې ټاکنې سږ کال په اکتوبر کې پر خپل ټاکلي وخت کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...