Home » سیمه او نړی » په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو په یوه هوایي برید کې د حماس یو قوماندان وژل شوی

په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو په یوه هوایي برید کې د حماس یو قوماندان وژل شوی

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو په برید کې د حماس د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس نن (شنبه، د زمري ۱۳مه ) خبر ورکړی چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې پر یوه موټر د اسراییلي الوتکو په برید کې د حماس د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

فلسطیني رسنیو هم د دغه راپور په تایید ویلي چې په دغه برید کې د حماس د پوځي څانګې د قدس د کنډک یو قومندان هیثم بلیدي او څلور تنه نور وژل شوي دي.

د دغو څلورو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د اسراییلو پوځ په لویدیځه غاړه کې د طولکرم ښار په شاوخوا کې پر یوې وسله والې ډلې د هوايي برید پخلی کړی دی.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او د لبنان د حزب الله د لوړپوړي قوماندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...