په لوګر ولایت کې د تېرې جګړې پر مهال د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
دغه ښوونځي د IRC موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د بیا رغونې په دې چاره کې به د نوموړو ښوونځيو ودانیو ته نوی رنګ ورکول شي او هم به یې ټولې تخریب شوې برخې به یې بېرته ورغول شي.
د دغو ښوونځيو د ودانیو په بیا رغونې سره به شاوخوا ۳۲ زره زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي.