Home » فرهنګی او ټولنیز » په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ ولمانځل شوه
رویداد خبري آژانس

په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ ولمانځل شوه

په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ د يوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

یاده غونډه دافغانستان دپشه ئي ځوانانومتحدی ټولنی لخوا پرون چهارشنبه د وږي ۲۶ نیول شوې وه.

ياده غونډه کې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، دلغمان د لیوا قمندان زلمی نبرد د ملی امنیت اداری ریس غلام حیدر رحمانزوی د ملکي او نظامي ادارې مسوولينو، د پشه ئي قوم سلګونو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو پشه ئي مشرانو، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

رویداد خبري آژانس


د پشه ئي قوم په استازولۍ د افغانستان د پشه یې ځوانانو د متحدې ټولنې رئیس حنيف الله پشه ئي له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې د پشه يئ ژبې د لمانځنې په موخه يې يوه ورځ ځانګړې کړه.

یوه میاشت مخکې افغان ولسمشر غني د حکم پر اساس د پشه ئي ژبې د ورځ لمانځلو لپاره د غبرګولي ۲۵ نېټه وټاکله.


حنیف الله پشه ئي د حکومت له لوړ پوړو چارواکو څخه وغوښتل، چې د پشه ئي قوم لپاره د کار ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او د دوی ټول قانوني حقوق دې ورته د قانون په چوکاټ کې ورکړل شي.

رویداد خبري آژانس


په ورته مهال لغمان والي رحمت الله يارمل پشه ئي قوم دروند او مهم قوم ياد کړ او زياته يې کړه، چې د ياد قوم ځوانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې قرباني ورکړې.


نوموړي وويل پشه يئ قوم ته دې لازم امتيازات ورکړل شي، ترڅو دوی په موجوده حکومت کې خپل ځان وويني.


ښاغلي يارمل د ياد قوم اوسېدوونکو ته ډاډ ورکړ، چې په ملکي ادارو کې به دوی ته د کار ځانګړې زمينه برابره کړي، ترڅو د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.

رویداد خبري آژانس

بل لوري ته بيا د لغمان د اطلاعات او فرهنګ د رئيس اورنګ صميم ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د نوموړی ریاست اخبار کې پشه ئي ژبی ته هم ځای ورکوی.

سربېره يو شمېر نورو ويناوالو هم خبرې وکړې او دوی په خپلو خبرو کې د پشه ئي قوم د تاريخ او قربانيو په اړه د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخيزه معلومات شريک کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویداد خبري اژانس

د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي

د راډیو له نړیوالې ورځې ...