په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.
د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي امر، انجینر عبیدالله الکوزی وایي، چې تېر ماښام (یک شنبې، د تلې ۸مه) د مهترلام اړوند بابا صیب، الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو په سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو له کبله د خلکو د استوګنې کورونه نړیدلي او دغه راز د تېزو بادونو له کبله د دېوالونو او ونو د غورځېدو په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسانو ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي ټپیان یې پر وخت د لغمان روغتون ته لېږدولي، خو ډاکترانو د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.
هغه ویلي، د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې او له اړمنو کورنیو سره به اړینې مرستې ترسره شي.
په همدې حال کې د ننګرهار ځایي سرچینو رویداد خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ په مامند درې او اچین ولسوالیو کې د تېرې ورځې سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د استوګنې کورونه تخریب شوي او دغه راز په کرنیزې ځمکو ولاړ فصلونه یې سېلابونو له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې اورښتونه زیات شوي چې له امله د ځاني تلفاتو سربېره خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.