د غور ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې سیلاب ځپلي خوراکي او اوبو ته لاس رسی نه لري او له لوږې سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د دغه ولایت یو اوسېدونکی وايي، د مرغاب د “جنداک” کلي مواصلاتي لارې له درېیو ورځو راهیسې بندې دي او په دغه کلي کې ۱۰۰۰ کورنۍ بند پاتې دي.
د هغه په وينا، د جندک اوسېدونکي د خوړلو لپاره “وچه ډوډۍ” نه لري.
دغه سرچينه زياتوي، چې د جنداک د شاوخوا کليو اوسېدونکو له غرونو څخه تېرېدل او د پنځه ساعته مزل په اوږدو کې يې يوازې ٥٠ ډوډۍ سېلاب ځپلو ته رسولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه کلي کې يو ١٢ کلن ماشوم هم مړ شوى، چې د غره د راښکته کېدو، د بندو لارو او د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله ژوبل شوى و.
عبدالرقيب نومېده او تېره ورځ د غره د ښويېدو له امله ژوبل شو.
نن سهار د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د بیړنیو سرپناه، درملو، خوراکي توکو او جامو په ګډون د څو مرستو د رسولو اعلان وکړ.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، دغه ولايت ته ٢٠ ميليونه افغانۍ نغدې پيسې، پنځه زره کمپلې، ٨٠ خېمې، ٣٢٤ کارټنه درمل او په همدې اندازه خوراکي توکي رسېدلي دي.
ویل شوي چې دغه مرستې دریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري استول شوي دي
د وروستيو راپورونو له مخې، په غور کې د تېرو درېيو ورځو سېلابونو يوازې د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې څه باندې دوه زره کورونه او دوه زره دوکانونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي او ٥٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.