د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له هوايي بريد وروسته، دغلته د فعالې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ ډلې له لوري پر اسرائيلو سلګونه توغندي توغول شوي دي.
اسرائيلو د غزې په بريد کې ادعا کړې چې د يادې جهادي ډلې يو مهم قومندان يې وژلی او له دې بريدونو وروسته يې په سيمه کې د پي ای جۍ ډلې ۱۹ تنه غړي هم نيولي دي.
اسرائيلي چارواکو ويلي، چې دې ډلې د فرصت په صورت کې تل د اسرائيلو پر خاوره راکيټونه ويشتي او عام خلک يې په کې په نښه کړي دي.
خو په غزې کې د يادې ډلې خلاف د اسرائيلو له بريدونو وروسته، دې ډلې د اسرائيلو پر خاوره شاوخو ۱۰۰ راکيټونه ورولي دي، چې اکثره يې د اسرائيلو د دفاعي سيسټم پر مټ خنثی شوي.
خو پر دې سربېره هم د اسرائيلو په مهمو ښارونو کې، د پي ای جۍ له لوري د راکيټونو د احتمالي توغولو زنګونه وهل شوي دي.
اسرائيلي چاراوکي ادعا کوي چې د پي ای جۍ ډلې مرکز په سوريې کې دی او د ايران له ملاتړ برخمنه ده. د دوی په خبره، دا ډله د اسرائيلو د امنيت ننګونې په موخه په فلسطين کې هم فعاليت لري او وخت ناوخت يې د اسرائيلي ځواکونو له لوري هدفونه په نښه کېږي.