فلسطيني چارواکو خبر ورکړی، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د فلسطين د اسلامي جهاد نومې ډلې پر وړاندې له هوايي بريدونو وروسته راکيټي بريدونه پيل شوي دي.
د چارواکو په خبره، نن يکشنبه د (زمري په ۱۶مه) هم په غزې کې څو راکېټونه چې د اسرائيلي ځواکونو له لوري توغول شوي، لګېدلي دي.
د چارواکو د مالوماتو له مخې، له تېرې جمعې ورځې راهيسي چې اسرائيلي ځواکونو د PIJ ډلې پر وړاندې عمليات پيل کړي، د ۶ ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ملکيان وژل شوي دي.
دوی زياته کړې، د يادو کسانو پر وژل کېدو سربېره په دې موده کې ۲۰۴ تنه ټپيان شوي هم دي او دا مهال په غزې کې بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دی.
اسرائيلي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ د فلسطين په غزې کې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ ډلې پر پټنځيانونو هوايي بريدونه وکړل. په دې بريدونو کې اسرائيلو ادعا کړې چې د يادې ډلې يو مهم قومندان يې وژلی دی.
له دې عملياتو وروسته اسرائيلو ويلي، يادې ډلې پلان درلود چې پولې ته څېرمه د اسرائيلو په خاوره کې لوی بريدونه وکړي او د يادو بريدونو لپاره د نيول پلان شنډولو په موخه يې دغه عمليات پيل کړي دي.