د سره صليب نړيواله کميټه وايي، د جمعې په ماښام د غزې په تړانګه کې د دې ودانۍ بهر په ډزو کې ۲۲ تنه وژل شوي دي.
د دې کمیټې د معلوماتو له مخې، د مرمۍ د لګېدو پر مهال سلګونه بې کوره کسان د سره صلیب د ودانۍ په شاوخوا کې په خیمو کې بند پاتې وو.
سره صلیب ویلي چې د اسراییلو په برید کې «۲۲ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي او راپورونه ښيي چې یو شمېر نور هم وژل شوي دي.
د حماس په کنټرول کې د غزې د روغتیا وزارت د اسراییل د دې برید مسوول بللی دی، خو د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې داسې نښې نشته چې د دغه هېواد پوځ دې په دغه برید کې لاس درلود.
د اکټوبر له اوومې راهیسې چې حماس او څو نورو فلسطیني ډلو پر اسراییلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ تنه یې یرغمل کړل، د حماس د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، تر نن ورځې پورې ۳۷۳۹۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
14m