Home » افغانستان » په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول

په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې پر اړمنو کورنيو د لازمو خوراکي او غير خوراکي توکو وېشل پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې تازه په خپل ټوېټر کې نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ليکلي، په دې مرستو کې پر خوراکي توکو سربېره خېمې، حفظ‌الصحي توکي، کالي او د کور نور اړين وسايل شامل دي.

دې سازمان زياته کړې چې دامهال دا مرستې په سمنګان کې پيل شوي او لړۍ به څېرمه نورو ولايتونو ته هم وغڅېږي. د UNHCR په خبره، د يادو مرستو په ترڅ کې به ۳۳زره اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونيول شي.

په شمال کې دا مرستې داسې مهال پر اړمنو کورنيو وېشل کېږي چې لا هم په افغانستان کې بشري ناسم وضعيت دوام لري او له همدې کبله د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو نړيوالو بنسټونو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو په موخه بايد دا هېواد له پام ونه غورځول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...