Home » افغانستان » په سویلي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په سویلي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په سویلي زون کې د پولیو واکسین د ځانګړي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د سویلي زون په کندهار، هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره کېږي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کمپاین نن پیلېږي او ۴ورځې به دوام وکړي.

روغتیا وزارت ویلي، چې په دې کمپاین کې به څه باندې ۱.۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د یادولو ده، چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر دې دمه، د هېواد په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...