Home » افغانستان » په سمنګان ولایت کې د هغو دریو وژل شویو شپنو خپلوانو لاریون وکړ
رویداد خبري آژانس

په سمنګان ولایت کې د هغو دریو وژل شویو شپنو خپلوانو لاریون وکړ

تېره ورځ په سمنګان ولایت کې د هغو دریو وژل شویو شپنو خپلوانو لاریون وکړچې ادعا کېږي، د سمنګانو په روی دواب ولسوالۍ کې غلو ستوني ورغوڅ کړي او څاروي یې ترې بیولي دي.

لاریون کوونکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په توګه پر سړک ایښي وو او د څو ساعتونو لپاره یې د کابل – بلخ لویه لاره تړلې وه.

د سمنګان ولایتي چارواکي د دغې پیښې پخلی کوي او وايی چې د وژل شویو کسانو قاتلین پولیسو نیولي او ژر به یې عدلي او قضای ارګانونو ته ور پېژني.

بل لور ته د لاریون یو ګډونوال او ځايي قومي مشر حاجي احمدخان وايي، ‘’دا په سیمه کې له کوچیانو سره لومړنی ظلم نه دی او دا پېښه ډېره بوږنونکې ده،

د وژل شويو کسانو مرۍ په چاړه پرې شوې دي. ‘’احتجاج کوونکو له مرکزي حکومته د پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو او په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...