Home » افغانستان » په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډونه حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډونه حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو کار او زدکړو ته اجازه ورکړي.‌

په دغه ناسته کې د اوو هېوادونو جګپوړو ديپلوماتانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.

د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې ویل شوي‌ “د غونډې کډونوالو د نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې پر پلې کېدو ټینګار کړی چې د ټولګډوني‌ حکومت جوړېدل او د ښځو د کار او زدکړو غوښتنه کوي.”

د پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به دوام وکړي، ګډون کړی.

د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې لپاره سمرقند ته تللی دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته تللی دی.

امیرخان غونډې ته خپلو خبرو کې ویلي چې د ده په ټکو د افغانستان د یوه مسول حکومت په توګه د ګواښونو مخنیوی کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د سیالیو په ډګر بدل شي.

ښاغلي متقي په خپله وینا کې دا ډول ناستې د ثبات، امنیت او اقتصادۍ ښېرازۍ لپاره مهمه وبللې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...