د سرېلانکا ډيلي ميرر ورځپاڼې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۶مه) راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې تېل خلاص شوي دي او د خلکو عادي ژوند ښايي په ټپه ودرېږي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، دامهال د سرېلانکا د تېلو په ذخيره کې ټولټال ۱۱سوه ټنه پټرول او ۷۵۰۰ ټنه ډيزل موجود دي چې د راپور له مخې دا اندازه د نوموړي هېواد د يوې ورځې لپاره هم بسنه نه شي کولی.
په راپور کې ويل شوي چې سرېلانکا د پور بېرته نه ورکولو له امله په نړيواله کچه په تور لېسټ کې ده او دا مهال يې حکومت د تېلو د واردلو په موخه کافي پيسې نه لري.
ورځپاڼې زياته کړې، چې سرېلانکا د پيسې له نړيوال وجهي صندوق سره مذاکرات پيل کړي څو د يوې ټاکلې مودې لپاره ترې پور ترلاسه کړي. په راپور کې ويل شوي، دا مهال د تيلو صادروونکي هېوادونه سرېلانکا ته په پور تېل نه ورکوي او د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، که ور يې هم کړي نو نړيوال بانکونه ترې د ضامين په توګه غواړي.
له دې وړاندې روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې سرېلانکا په تېرو ۷۰ کلونو کې له تر ټولو سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی او د مالي ذخيرو په شمول يې د نفتو ټولې ذخيزې تر وروستي حد راټيټې شوي دي.
د مالوماتو له مخې، سرېلانکا په ورځنۍ توګه ۵زره ټنه ډيزلو او ۳زره ټنه پټرولو ته اړتيا لري، خو د امهال د نوموړي هېواد د نفتو ذخيرې دا اړتيا نه شي پوره کولی.