د راپورونو له مخې د روسیې په باشکورتستان سیمه کې په یوه استوګنځي کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
ویل کېږې اور لګېدنه د زړو متقاعدینو په استوګنځي کې رامنځته شوې.
د باشکورتستان د بیړنیو پیښو ادارې ویلي د متقاعدینو په یوه غیر دولتي ودانۍ کې اور لګېدنې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیان هم لري.
یاده اداره وايې دغه ودانۍ د اور وژنې د خبرداري سم سیستم نه درلود.
مسولینو ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.