حکومتي چارواکي وايي جګړې او د ماینونو ښخول له افغانانو قرباني اخلي او ورته مرګ ژوبله اړوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وویل د ۹۹ کال په جریان کې د ماین چاودنو له امله ۱۴۰۰ شهیدان او ټپیان شوي دي.
جیلاني زیاته کړه هره میاشت په پرله پسې توګه په افغانستان کې ۱۱۸ تنه د ماین په چاودنو کې وژل کېږي او یا د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي.
پیښو ته د رسیدو د دولت وزارت چاوراکي همدارنګه وویل وویل چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې په افغانستان کې ۵۱ کیلو متر مربع ځمکه له ماینونو څخه پاکه شوې ده.
جیلاني دا هم وویل چې په ټول هېواد کې لا هم ۱۶۰۰ کیلو متره مربع ځمکو کې ماینونو شته دي.