د افغانستان د برښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر وايي چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید لپاره به ۱۳ نوې پروژې پرانیستل شي.
عمر په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پروژې به په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې پرانیستل شي.
“د کورني برېښنا تولید زیاتوالي او د لویو پروژو پرانیستلو ته په پام سره، موږ په راتلونکو یوه یا دوه میاشتو کې د خپلو ګرانو هېوادوالو لپاره ښه خبرونه لرو.”
د راپورونو له مخې، افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برښنا له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه ترلاسه کوي او یوازې ۳۸ سلنه وګړي یې له برښنا برخمن دي.