Home » افغانستان » په دريو مياشتو کې څه باندې سل زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له باميانو څخه ليدنه کړې

په دريو مياشتو کې څه باندې سل زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له باميانو څخه ليدنه کړې

د بامیانو ځايي مسوولان وایي، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

باختر اژانس د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، صفي الله رائد په حواله خبر ورکړی چې څه باندې ٩٢ زره او ۹۲ بهرنيو سيلانيانو يوازې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولايت تاريخي او طبيعي سیمو ته ورغلي دي.

باميان د خپلو تفريحي ځايونو، لرغونو اثارو او طبيعي جاذبو په لرلو سره د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د پام وړ دی او هر کال زرګونه سيلانيان دغه ولايت ته ورځي.

بند امير ملي پارک، قاضان فولادي، د بودا مجسمې، غلغلې ښار او ضحاک ښار د باميانو له مهمو تفريحي او لرغونو ځايونو څخه دي، چې د سيلانيانو پام ور اوښتی دی.

د يادونې وړ ده، چې ا.ا د بند امير ملي پارک ته د ښځو پر ننوتلو بنديز لګولى دى.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...