ټاکل شوې د تورو او غير قانوني پيسو پر جريان د څار نړيوال اداره يا (FATF) راتلونکې اوونۍ د پاکستان په اړه تازه پرېکړه وکړي. د يادې پرېکړې له مخې به دا جوته شي پاکستان د ترهګرۍ د تمويل له امله د نوموړې ادارې په خړ لېسټ کې پاتې شي او که نه؟
د فاينېنشل ټاسک فورس ادارې د نړيوالې همکارۍ د بياکتنې ډلې يا (ICRG) خبر ورکړی چې د روانې جون مياشتې په ۲۱مه به د پاکستان هغو هڅو په اړه راپور و ارزول شي چې له خړ لېسټ څخه د وتلو په موخه يې کړې دي.
د پاکستان ماليې وزارت ځينو سرچينو اکسپرس ټرېبيونه ته ويلي، له خړ لېسټ د وتلو په اړه د نوموړي هېواد هڅو ته پام سره تمه ده چې په ياده برخه کې ښه خبر ترلاسه شي.
خو د پاکستان په تړاو لا هم داسې شواهد شته چې ګواکې دغه هېواد د پيسو سپينولو ترڅنګ د ترهګرۍ د تمويل په برخه کې لا هم همکار دی.
پاکستان په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې د FATF له لوري د ترهګرۍ د تموېل په تور په خړ لېسټ کې داخل شو، که څه هم دې هېواد ته له يادې چارې د لاس اخيستو په اړه ورکړل شوی مهلت څو ځله تمديد شو، خو دغه هېواد نه دی توانېدلی چې په دغه موده کې ځان له نوموړي لېست وباسي.
که دا ځل هم پاکستان د FATF ادارې قناعت حاصل نه شو کړای، ډېر احتمال شته په همدې تور د نوموړې ادارې په تور لېسټ کې داخل شي.