د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسواليو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۸ تنه او زرګونه څاروي مړه شوي دي.
د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالستار حلیمي وویل، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له امله د ۵ مېرمنو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه په دغه ولایت کې ۱۵ زره ۶۹۰ وزې او پسونه، ۹۹۹ غواوې او ۳۰ اوښان هم مړه شوي دي.
د هغه په خبره، تر دې دمه په دغه ولایت کې د ۴ زر مالدارنو سره د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري نغدي مرسته شوې ده.