په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د جلریز ولسوالۍ په پاتخیلو سیمه کې د خروټو د نجونو د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د شپږو ټولګیو او یوې اداري خونې په لرلو سره یوه د څښاک اوبو څاه او درې بابه تشنابونه لري، چې پر رغېدو یې( ٤١٨٧٥٢٤ )افغانۍ لګښت شوی او په راتلونکې کې به د یادې سیمې سلګونه تنه ښځینه زده کوونکې د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال له شتونه برخمنې شي.د یادولو وړ ده،
چې دا مهال په جلریز ولسوالۍ کې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې د نهو ښوونځیو د رغېدو چارې رواني دي او تمه ده، چې په دې ولسوالۍ کې به ټول ١٤ ښوونځي ورغیږي.