د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۳ زره او ۸۱۹ تنو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له کرونا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۳۲۳ تنه بیا ترې روغ شوي، چې له دې سره د مړو شمېر ۲۷۵۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۵۰۰۹ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته خبرداری ورکړی، چې روغتیايي پاملرنې په پام کې ونیسي. د دوی په وینا، د کرونا دغه څپه به تر لومړۍ او دویمې هغې ډېره خطرناکه وي.