Home » افغانستان » په تېرو دوو ورځو کې د کرونا ۶مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

په تېرو دوو ورځو کې د کرونا ۶مثبتې پېښې ثبت شوې

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۰۳ شکمنې پېښې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د شپږ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي او ۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۵۳ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۳۵ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...