Home » سیمه او نړی » په بلوچستان کې د پاکستان پوځ څلور سرتېري وژل شوي

په بلوچستان کې د پاکستان پوځ څلور سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ په بلوچستان ایالت کې د ایران پولې ته نږدې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې، پر سرتېرو یې د چهارشنبې په ورځ په پنج ګور سیمه کې برید وشو.

خبرپاڼه کې راغلي چې اورپکي د ایران له خاورې بلوچستان ته ننوتلي او د پوځي موټرو کاروان یې په نښه کړی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې له ایرانه غوښتل شوي چې دغه ترهګر پاکستان ته وسپاري.

د پاکستان صدر اعظم شبهاز شریف په یوه ټویټ کې له ایرانه غوښتي چې له خپلې خاورې ترهګریزو بریدونو ته اجازه ورنه کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...