اسراییلي ځواکونو او د یاد هېواد اطلاعاتو او کورني امنیت سازمان(شاباک) نن چهارشنبې د وږي ۷مه په باختري تړانګه کې د «ترهګرو» پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.
اسراییلي ځواکونو ویلي دا پراخ نظامي عملیات په جنین، طولکرم، طوباس، نابلس او الخلیل ښارونو کې د ترسره کېدو په حال کې دي او د بې پیلوټه الوتکو او داسې نورو وسلو څخه د زیربناوو ویجاړولو او جنین د لارو بندولو لپاره ګټه اخیستل کېږي.
بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په جنین کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي او دوو نورو کسانو د طوباس پناه غوښتونکې اردوګاه ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو لا نه ده معلومه چې دا کسان وسلوال فلیسطیني ځواکونه دي او کنه.
«الجزیرې» خبري شبکې په تېرو شلو کلونو کې د باختري تړانګې په شمال کې دا عملیات د اسراییلي ځواکونو تر ټولو لوی اقدام بللی دی، د باختري تړانګې په بېلابېلو برخو کې جګړه روانه ده او د فلسطین هلال احمر ویلي چې تر دې مهاله لس فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په غزه کې هم جګړه روانه ده او د اوربند په اړه خبرې او د نیول شویو کسانو خلاصون نا معلوم دی، له بلې خوا اسراییل د ایران او متحدینو لکه، د لبنان حزب الله لخوا له ګواښونو سره مخ دی.