ايراني چارواکي وايي، له نږدې دوو مياشتو راهيسې يې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې او په خبره يې تمه ده، چې د يادې لړۍ تر بشپړېدو پورې به ټول هغه افغان کډوالو راجسټر شي، چې ايران ته کډوال شوي دي.
د ايران د وګړو او بهرنيو کډوالو چارو وزير صادق رضادوست ويلي، چې د افغان کډوالو د نومليکنې بهير د وري په ۲۲ پيل کړی او دغه لړۍ به د راتلونکې غبرګولي تر ۱۷مې دوام وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې دا کار افغان وګړو ته په ايران کې د لنډمهال لپاره د اوسېدنې زمينې برابرولو په موخه کوي. د ايران حکومت د اوس لپاره افغانانو ته په دې هېواد کې د ۶ مياشتني اقامت د ورکړې پرېکړه کړې ده.
رضادوست هيله څرګنده کړې په ايران مېشت افغانانو ستونزو ته په قانوني توګه د رسېدنې په موخه دې، په دې هېواد کې مېشت هغه افغان وګړي ځانونه راجسټر کړي، چې د نوملېکنې له پروسې پاتې دي.
نوموړي په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړی، که تر ټاکلې نېټې په ايران کې له نوملېکنې پاتې افغانان ځانونه راجسټر نه کړي، نو له نوموړي هېواد به يې وباسي.
دامهال په ورځنۍ توګه شاوخوا ۵رزه افغانان ايران ته په قانوني لارو ورځي او په دې وروستيو کې يادو افغانانو شکايت کاوه چې د ايران حکومت له لوري يې ستونزو ته پر وخت او سمه رسېدنه نه کېږي.