Home » سیمه او نړی » په امریکا کې یو تن وسلوال ۷ مېرمنې په ډزو وژلي

په امریکا کې یو تن وسلوال ۷ مېرمنې په ډزو وژلي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې یو تن وسلوال د امریکا په جورجیا ایالت کې ۸ تنه وژلي چې ۶ تنه یې د آسیايي هېوادنو څخه دي.

د امریکا متحده ایالاتو د جورجیا ایالت پولیس وايي یو تن سپين پوستی امریکايي په دریو سینګار ځایونو او د مساج په مرکزونو باندې بریدونه کړي چې له امله یې ۸ تنه وژلي، په وژل شویو کې ۷ مېرمنې او یو سړی شامل دی.

پولیس وايي د برید په تور نیول شوی امریکايي رابرټ ایران لانګ نومیږي او ۲۱ کاله عمر لري.

د جورجیا ایالت پولیسو همدا راز وویل د نیول شوي شکمن سړي ګاډی د پیښو په درې واړو ځایونو کې لیدل شوی، پولیس ډاډه دی چې همدې کس درې واړه بریدونه کړي دي.

د دې پیښې مسولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...