په امریکا متحده ایالاتونو کې د درمل جوړولو یو شرکت (موډرنا) اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد جوړ شوی واکسین يې ۹۵ سلنه ګټور ښودل شوی.
د موډرنا کمپنۍ اجرايه مشر سټیفن بانسل وویل چې یاد جوړ شوی واکسین د کرونا ویرس په مخنیوي کې بریالی ښودل شوی دی.
راپورونه وايي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به ۲۰ میلیونه ډوز واکسین په متحده ایالاتونو کې خلکو ته ورکړل شي.
(موډرنا) کمپني نیږدې په ۳۰ زرو رضا کارو خلکو دغه واکسین ازمویلي چې ۹۵ سلنه يي اغیز کړی.
څه موده وړاندې یو بل امریکايي شرکت فایزر هم اعلان کړی وو چې د دوی واکسین د کرونا ویروس پرضد ۹۰ سلنه اغیز کړی دی.
جان هاپکنز امریکايي پوهنتون د شمېرنې له مخې په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۵ میلیونو پورې رسیږي.
یاد پوهنتون وايي تر دې دمه له کرونا ویروس څخه د مړه شویو کسانو شمېر تر یو میلیون او درې لکو اوښتی دی.