Home » سیمه او نړی » په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېر له یو لکو واوښت

په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېر له یو لکو واوښت

د امریکا متحده ایالاتونو د رسنیو په حواله په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له یو لک کسانو واوښت.

راپورونه وايي چې دا په امریکا کې د یادې ناروغۍ له امله د بستر شویو یو نوی ریکارډ دی.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز رئیس ډاکټر رابرټ ریډ فیلډ رسنیو ته ویلي چې د اټکل له مخې چې راتلونکې ورځې به وضعیت له دې هم خراب وي.

نوموړي زیاته کړه راتلونکي څو میاشتې به ډېرې سختې میاشتې وي.

دی زیاتوي چې ښایي په فبرورۍ کې په متحدو ایالتونو کې د کوویډ ـ ۱۹ له امله د مړینو شمېر چې اوس ۲۷۳ زره تنه دی، څلور نیم لکو ته ورسېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...