Home » افغانستان » په افغانستان کې د کرونا ۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې د کرونا ۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا یوازې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۳۳ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي او کوم ناروغ بېرته روغ شوی نه دی.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا ۱ زر او ۴۵۵ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۶۴۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، په هېواد کې اوسمهال د کرونا پنځه زره او ۱۳۶ پېښې فعالې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...