Home » افغانستان » په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو د ایران بیاځلې ټینګار

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو د ایران بیاځلې ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د ستونزو د حل لاره په دغه هېواد کې د ټولو قومونو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.

حسین امیر عبداللهیان په لبنان کې له سیاسي او مذهبي ډلو سره په کتنې کې ویلي که څه هم تهران د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د خپلو ستونزو د حل  لپاره يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې نیولې دي.

بل خوا ا.ا زیاتوي، د ګاونډیو په ګډون ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دغه هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسيې، ایران، پاکستان، ترکيې او ځینو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونه له ا.ا سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...