Home » سپورټ » په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو پیل شو
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو پیل شو

په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو پیل شوی. دا سیالۍ تېر ماښام د کابل فوټبال لوبغالي کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې. د ښځو ګډون هم پکې پراخ و، خو د کورونا وېروس د خپرېدو له اندېښنو سره سره بیا هم لوبغالی له ننداره چیانو ډک و.

د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې د هریرود توپان د اباسین څپو ته یو صفر ماتې ورکړه. دا لیګ به درې اونۍ د اته لوبډلو ترمنځ دوام وکړي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د غوره لیګ له غړو سره لیدلي دي.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، کله چې ورته معلومه شوه، د سږ کال سیالۍ مالي ملاتړ نه لري، نو پرېکړه یې وکړه، چې دولت به د ده په خبره ‘د خلکو له روحیې سره د یو څه مرستې ‘ په پار د سیالیو مالي مرستندوی وي.

په تېر اتم پړاو سیالو کې هریرود توپان لوبډله د غوره لیګ سیالیو پایلوبې اتله وه. نهم پړاو د پرانیستنې لوبه د هریرود توپان او اباسین سپیدې لوبډلو تر منځ کېږي.

افغان فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، لوبې به د نندارچیانو په حضور کې د روغتیايي خوندیتوب له اړینو اقداماتو سره تر سره کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرېکټ (شپږیزې) سیالیو په څېر فوټبال غوره لیګ سیالیو ته هم اجازه ورکړې، خو د خوندیتوب پر اقداماتو یې ټینګار کړی دی.

فوټبال فدارسیون چارواکي وايي، ټولو هغو نندارچیانو ته به داسې ماسکونه ورکوي چې د افغانستان ملي بېرغ پرې حکاکي شوی دی، چې د پرانیستې مراسمو لومړۍ لوبې لیدو ته ورځي.

فدراسیون له نندراچیانو غوښتي چې په لوبغالي کې د ټولو لوبو لیدو پر مهال ماسکونه وکاروي.

دغه لوبې د تېر په څېر د افغانستان بېلا بېلو زونونو (سیمو) د اتو لوبډلو تر منځ کېږي، چې د څلورو لوبډلو پر دوو ډلو به وېشل کېږي.

لومړۍ ډله کې شاهین اسمايي، د میوند اتلان، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش شامل دي. دویمه ډله بیا توپان هریرود، د اباسین سپیدې، د سپین غر بازان او موج های امو لوبډلې تشکیلوي.

دغه سیالۍ د افغان دولت او اطلاعات او کلتور وزارت په مستقیمه مالي مرسته ترسره کېږي.

ویل کېږي، د فوټبال دې سیالیو تر څنګ به د فوټبال فدراسیون په فوټسال لوبغالي کې د کتابونو، لاسي صنایعو او نقاشۍ نندارتون هم پرانیستل کېږي، چې د سیالیو تر پایه به خلک ورتلای شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...