Home » افغانستان » په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو پر فعالیتونو بندیز ولګید

په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو پر فعالیتونو بندیز ولګید

سرپرست حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی.

سرپرست حکومت نن سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویترپاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې لیکلي، دا پرېکړه یې په سویډن کې قران‌کریم ته د توهین له امله کړې ده.

په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.

د سرپرست حکومت اعلامیه کې راغلي: “تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي.”

په اعلامیه کې ټولې حکومتي ادارې مکلفې ګڼل شوي چې د یادې لارښونې د عملي کېدو لپاره په عاجل ډول لاس په کار شي.

په اعلامیه کې په نورو مسلمانو هېوادونو هم غږ شوی چې په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو د پېښې په غبرګون کې له دې هېواد سره په خپل تعامل بیا کتنه وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...