Home » اقتصادی » په افغانستان کې د ستر بشري ناورین له رامنځته کیدو څخه د اوچا خبرداری

په افغانستان کې د ستر بشري ناورین له رامنځته کیدو څخه د اوچا خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال  رامز الاکبروف وايي چې نړۍ په‌دې خطرناک پړاو کې افغانان نه شی پرېښودولی.

ورته مهال، په تېرو میاشتو کې د ځينو نړۍوالو بنسټونو تر سره شوې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره له غوښتل شویو ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو نه یوازې ۲۱۳ میلیونه ډالره یې راټول شوي دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۲۰ مېلیونه خلک له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او له دې منځه شپږ مېلیونه هغه د قحطۍ په درشل کې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...