Home » افغانستان » په افغانستان کې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ پر ټلوېزيوني خپرونو بنديز لګول شوی

په افغانستان کې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ پر ټلوېزيوني خپرونو بنديز لګول شوی

په افغانستان کې سرپرست حکومت د يوه تازه اقدام له مخې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ پر هغو ټلوېزيوني خپرونو بنديز لګولی، چې د ځينو کورنيو ټلوېزيونونو له لوري خپرېدې.

د بي‌بي‌سي مسوولانو له رسنيو سره په خبرو کې تائيد کړې چې په افغانستان کې يې د پښتو، دري او ازبکي خپرونې د سيمه‌ييزو ټلوېزيونونو له څپو لرې کړای شوي دي.

د بي‌بي‌سي نړيوال سرويس د ژبو څانګې مشر طارق کفالا له رسنيو سره په خبرو کې زياته کړې، په افغانستان کې يې ميليونونه خلک له خبرونو برخمند دي او په خبره يې له همدې کبله دې طالبان اجازه ورکړي څو د سيمه‌ييزو ټلوېزيوني شبکو له لارې خپلې خپرونې جاري وساتي.

له دې سره ځينو رسنيو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وياند عبدالحق حماد په حواله ويلي، چې د يادو رسنيو پر ټلوېزيوني خپرونو بنديز له دې امله لګول شوی، چې خپرونې يې د حکومت له پاليسۍ سره په ټکر کې وې.

نوموړي ويلي چې د امريکا غږ او بي‌بي‌سي راډيوګانې په افغانستان کې خپلې خپرونې په عادي ډول مخته وړلی شي؛ خو ټلوېزيوني خپرونې يې تړل شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...